پښتو

د پښتو ژبې د شفاهي او کتبي ژباړنې خدمات

ایورو ایژین لینګویستکس د پښتو د کتبي ژباړنې، ځایي کولو او شفاهی ژباړنې د خدماتو لپاره ستاسو یوازینۍ مرکز دی. د ۲۰۰۰ کارپوهه ژباړونکو د د شبکی په درلودلو سره، موږ ستاسو د نیټی او بودیجې مطابق د ژباړنې د لوړ کیفیت لرونکي د حل لارې برابروو. موږ همداراز په ډیرو نورو ژبو کې هم د کتبي ژباړنې، ځایي کولو او د شفاهي ژباړنې خدمات وړاندې کوو.

تاسو همدراز کولای شئ ډاډه اوسی چې ستاسو پروژې به د کیفیت په لوړ معیار ترسره کیږي، ځکه چې ایرو ایژین لینګویستیکس د ISO 17100 (د ژباړنې لپاره د کیفیت نړیوال معیار) د بشبړ اعتبارلیک لرونکی دی.

همدا نن د ایورو ایژین لینګویستیکس سره په +44 (0) 118 3800 432 اړیکه ونیسئ او یا هم په اسانه ډول ask@euroasianlinguistics.com ته بریښنالیک ولیږئ ترڅو د پښتو د کتبي او شفاهي ژباړنې او یا هم د نورو اړوندو خدماتو لپاره بیه ترلاسه کړئ.

زموږ د پښتو ژبې په خدماتو کې لاندې شیان شامل دي:

دغه خدمات په ډیرو نورو ژبو کې هم موجود دي.

د کتبي او شفاهي ژباړنې د یوې ځانګړي شرکت په حیث، د ایورو ایژین لینګویستیکس کولی شي ترڅو ستاسو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پښتو د کتبي او شفاهي ژباړنې لپاره خدمات وړاندې کړي چې تمرکز یی په حقوقي او تجارتي ژباړنې دی، مګر په نورو برخو کې هم د خدماتو د وړاندې کولو وړتیا لري، د بیلګې په توګه د طب او ټکنالوژي په برخو کې.

حقوقي

زموږ کارپوه حقوقي کتبي او شفاهي ژباړونکي په ځانګړي ډول د خاصو حقوقي اصطلاحاتو په اړه روزنه ترلاسه کړی. ایورو ایژین لینګویستیکس کولی شي په پښتو ژبه د اسنادو د ژباړنې د خدماتو پراخ ډولونه وړاندې کړي (قراردادونه، د شاهد بیانونه، د شرکت د ثبت اسناد، د وکالت اسناد، د کورنی قانون اړوند مختلف اسناد او د اسنادو نور ډیر ډولونه)، همداراز په پښتو ژبه په محکمه کې شفاهي ژباړنه، د شاهدانو سره د خبرو لپاره شفاهي ژباړنه، د پښتو استنساخ او د پښتو اسنادو پیژندنه.

تجارتي

ایورو ایژین لینګویستیکس کولی شي ترڅو د خپلو تجارتي مشتریانود اړتیا وړ په لوړ کیفیت د اسنادو ژباړنه، ځایي کول او د شفاي ژباړنې خدمات وړاندې کړي، په بیلابیلو تجارتي برخو کې زموږ د پښتو ژباړونکو د تجربې او تخصص څخه په مننې سره: په پښتو ژبه د اسنادو د بیلابیلو ډولونو ژباړل چې پکی مالي راپورونه، د بازار راپورونه، کلني راپورونه، د غونډو یادد اشتونه، مطبوعاتي خپرونې، د مدیره هیئت غونډې، کانفرانسونه او نمایشات؛ د پښتو اسنادو پیژندګلوي.

ایورو ایژین لینګویستیکس په حقوقي او تجارتي کتبي ژبارنې، ځایي کولو او شفاهي ژباړنې کې تخصص لري، مګر کولی شي ترڅو په نورو برخو کې هم د پښتو کتبي او شفاهي ژباړنه وړاندې کړي. ایرو ایژین لینګویستیکس طبي راپورونه، د نوي ټکنالوژي لپاره لارښودونه، د ټکنالوژي بروشرونه، د زیږیدو تصدیقونه، د واده تصدیقونه، د طلاق تصدیقونه او د مړینې تصدیقونه ژبارلي دي. ایورو ایژین لینګویستیکس همداراز د اعلاناتو او د مارکیټ مواد، د هنر د ګالري بروشرونه، د واده تقریرونه او د جوایزو د نامتو مراسمو لپاره د متنونو ژباړنه ترسره کړی.

ایورو ایژین لینګویستیکس کولی شي ترڅو د پښتو تائید شوی ژباړنه پخپل نوم وړاندې کړي او یا هم د خپل یو مسلکي ژباړونکي څخه غوښتنه وکړي ترڅو پخپل نوم تصدیق ترتیب کړي. زموږ یو شمیر ژباړونکي ‘ترحلف لاندې’ یا ‘رسمي’ ژباړونکي دي چې صلاحیت لري ترڅو د خپل د اوسیدو په ځای کې د حقوقي او اداري اړتیاوو مطابق تر ‘حلف لاندې’ یا ‘رسمي’ ژباړنه وړاندې کړي.

د رسمي اسنادو د یو شمیر دفترونو سره په شریکه چې پکی د لندن د اسنادو یو لوړ محرر دفتر شامل دی، موږ کولی شو د بهرنیو چارو د وزارت د دفتر سره د اسنادو د رسمي کولو او حقوقي کولو خدمات وړاندې کړو.

که څه هم د کتبي ژباړنې، ځایي کولو او شفاهي ژباړنې د هغو کارنو لویه برخه چې د ایرو ایژین له خوا ترسره کیږي د انګلیسي او بلې ژبې ترمینځ دی، زمږ ډیر شمیر ژباړونکي د دی وړتیا لري ترڅو له نورو ژبو څخه او یا هم په نورو ژبو کار وکړي. لهذا، ایورو ایژین لینګویستیکس د دی وړتیا لري ترڅو د اسنادود ژباړنې، ځایي کولو او شفاهي ژباړنې خدمات په جوړه ژبو وړاندې کړي چې پکی د انګلیسي ژبه شامل نه وي، د بیلګې په توګه، پښتو-روسي او یا فرانسوي-پښتو او ډیرې نورې ژبې.

د ایورو ایژین لینګیوستیکس سره تاسو کولی شئ ډاډه اوسئ چې ستاسو اسناد او معلومات به محفوظ وي، ځکه چې موږ د دسیسستمونو او ټکنالوژي څخه کار اخلو ترڅو د خپلو د معلوماتو په زیرمه او اړیکو کې د معلوماتو حفاظت د GDPR مطابق یقیني کړو، او زموږ ژباړونکي مجبور دي ترڅو د محرمیت تړون لاسلیک کړي. موږ همداراز کولی شو ستاسو د اړتیا مطابق د محرمیت ترځانګړو شرایطو لاندې خدمات وړاندې کړو.

 

همدا نن موږ سره په+44 (0) 118 3800 432 اړیکه ونیسئ او یا هم په اسانه ډول ask@euroasianlinguistics.com ته بریښنالیک ولیږئ ترڅو بیه ترلاسه کړئ او یا پدې اړه بحث وکړئ چې څرنګه د پښتو د شفاهي ژباړنې خدمات، د ځایي کولو خدمات او د پښتو د اسنادو د ژبارنې خدمات چې د ایورو ایژین لینګویستیکس له خوا وړاندې کیږي ستاسو اړتیاوې پوره کولی شي.

GET IN TOUCH

Please drop us a line to get a bespoke quote or request a callback to discuss your translation / interpreting needs.

CONTACT US